امنیت

په دشت ارچي کې د څوتنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کندزباختر دمرغومي دمياشتې ٢٢مه
د کندز  ولايت په  دشت ارچي ولسوالۍ کې  ډار اچوونکو ته د سر  دروند
زيان  اوښتى دى.
د کندز سيمه ييز مسوولان وايي چې،  تېره شپه  ډار اچوونکو د دغه ولايت  د دشت ارچي ولسوالۍ په محب الله کلي کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل   چې دامنيتي ځواکونوله سخت مقاومت سره مخامخ شول.
د کندز ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمرصفرمحمداکبري د باخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې؛  په دغو بريدونوکې  ډار اچوونکوته د سر زيات زيان اوښتى دى ،خو دقيق  شمېر يې معلوم نه  دى.
ده زياته  کړه چې، په دې بريدونوکې پنځه تنه سيمه ييز  پوليسان هم شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.        پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته