امنیت

دقهر سیلاب څلورنمبر(۵) عملیات په بریالیتوب سره پرمخ روان دی همداشان د خوږياڼیو ولسوالی په مربوطاتو کی (1) ماین کشف اوشنډشوی دی.

-کابل باختردزمري دمياشتې٢٨نيټه
دقهرسیلاب څلورنمبر(۵) عملیات دريم پړاو دننګرهارولایت دبټی کوټ ولسوالی اړونده باریک آب ، مشواڼی اولاچه پورسیموکی دولسی پاڅون کوونکو دملاتړ ، نوموړی سیمی دوسله والو مخالفینو اوترهګریزو ډلوله شتون څخه دپاکولو او دولسوالیوشورا او ولسی جرګی انتخاباتوته دزمینی برابرولوپه موخه دملی اردو، ملی پولیسو ، سیمه ایز پولیسو اودملی امنیت کارمندانو په شمول د ۲۰۱ سیلاب قول اردو دڅلورمی پلی لوا په مشری څه موده وړاندی پیل شوی  په بریالیتوب سره پرمخ روان دی .
همداشان: يو بشکه یی ماین چی د خوږیاڼی ولسوالی پیره خیلوسیمه کی دتروریستانو له خوا دورانکارو فعالیتونوترسره کولوپه موخه ځای پرځای شوی ووله نیکه مرغه له چاودنی مخکی د څلورمی پلی لوا دماین پاکونی ټیم له خواکشف اوشنډ شو .
دهیواد ملی دفاعی اوامنیتی ځواکونه اوپه ځانګړی توګه د۲۰۱ سیلاب قول اردو منسوبان له ملی حاکمیت ، ځمکنی پشپړتیا او دهیواد له آزادی اوخپلواکۍ څخه په میړانه دفاع کوی اوخپلوپتمنوهیوادوالوته ډاډ ورکوی چی دقانون دتطبیق په برخه کی به کوټلی ګامونه پورته کوی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته