سیاست

جمهور رئیس غني: په کوم هېواد کې چې قانون او عدالت نه وي، هلته ثبات نه راځي

کابل باختر د غبرګولي شپږ ويشتمه :
د قضاي ستاژ د نهه ویشتمې دورې ۲۰۶ تنو فارغانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني  پر وړاندې د لوړې مراسم پر ځای کړل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دغو مراسمو کې چې نن له غرمې وروسته د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې پرځاى شول د هېواد لومړۍ مېرمنې، د سترې محکمې کفیل عبدالقادر عدالتخواه، د سترې محکمې عالي شورا غړو، د جمهور رئیس حقوقي سلاکار ډاکټر عبدالعلي محمدي او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي کسانو په کې حضور درلود. د قضاي ستاژ ۲۰۶ تنو فارغانو د وفادارۍ لوړه وکړه.
دغو قاضیانو د خدای په نوم سوګند یاد کړ او وې ویل، په ټول امانت، صداقت او بې طرفي به د قضا دنده ترسره کوي او د اسلامي شریعت، اساسي قانون او د هېواد د ټولو قوانینو حکمونو ته  درناوی لري او تطبیقوي یې. د دندې رازونه خوندي کوي، په مستقیم  یا غیر مستقیم ډول خیانت، حق تلفي، بې عدالتي، قانوني سرغړونه نه کوي او بډې هم نه اخلي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړې له مراسمو وروسته نویو ټاکل شویو قاضیانو ته د مبارکي ویلو په ترڅ کې وویل، چې نن تاسو ته مهمه دنده وسپارل شوه، لومړنی قاضي د اسلام پیغمبر وو او له هغه وروسته خلفای راشدینو دغه لوی مقام  او مهمه دنده په غاړه لرله.
جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان وجودي فلسفه د اسلام مبین دی او د دې دین بنسټ عدالت تشکیلوي.ده زیاته کړه، چېرې چې عدالت نه وي هلته سوداګري، کرنه، اردو او د حکومتوالۍ نظام  دوام نشي کولی.
جمهور رئیس ټینګار وکړ چې  په زور ولاړ  نظامونه موقتي او عدالت تلپاتې وي. په کوم هېواد کې چې قانون او عدالت نه وي، نو هلته ثبات هم نه راځي.
محمداشرف غني څرګنده کړه ، د عدالت معیار دادی چې ښځه او سړی، شتمن او بې وزله، مسلمان او هندو د قضا د نظام پر وړاندې برابر وي.
جمهور رئیس  د ۴۲ تنو ښځینه قاضیانوحضور چې له ټولوقاضیانو  سره  یې د وفاداري سوګند یاد کړ او همدارنګه د هېواد په عدلي او قضایي ادارو کې د ۲۴۵ تنه ښځینه قاضیانو په شتون خوښي څرګنده کړه او هغوی یې د افغانستان لپاره لوی ویاړ وبللې.
جمهوررئیس له اداري فساد سره مبارزه، په ځانګړي ډول په عدلي او قضایي چارو کې  د حکومت له  لومړیتوبونو څخه یو مهم لومړیتوب وباله.
جمهور رئیس غني دې ته په اشارې چې د هېواد د درې قواوو تعادل بنسټيزه اړتیا ده وویل،  زه د اساسي قانون له مخې د خلکو لومړی خادم یم او درې واړو قواوو ته په برابر نظر ګورم.
جمهور رئیس وویل، په دویمو سلو ورځو کې به عدلي او قضایي ارګانونو ته جدي پاملرنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته