سیاست

‏ احمد ضيامسعود: دځوانانو غوښتنو ته پاملرنه دملي وحدت دحکومت دپروګرامونو په سرکې ځاى لري .

کابل باختر د غبرګولي  اتلسمه :
داصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود پرون  دبدخشان ولايت يوشمير  ځوانان خپل حضور ته ومنل او دهغوى ستونزې يې واوريدې .
دجمهور رييس دفوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبر ورکړ. دبدخشان ولايت دزده کړې خاوندو کسانو او ځوانانو داوسني امنيتي حالت ، وزګارتيا او په لويو لاروکې دناامنۍ دزياتوالي له امله دانديښنې په  څرګندولو سره ، دعامه سوکالۍ دخدمتونو نشتوالى يې خپلې مهمې ستونزې وبللې او دجمهور رييس له فوق العاده  استازي څخه يې وغوښتل چې دهغوى دستونزو حل کولو ته پاملرنه وشي .
داصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس فوق العاده استازي احمدضيا مسعود دبدخشان ولايت دځوانانو دستونزو په اوريدو سره وويل چې  ځوانان دټولنې خوځنده قشر دى او دځوانانو غوښتنو ته پاملرنه اودځوانانو د فعال او اغيزمن شتون لپاره دزمينې برابرول دملي وحدت دحکومت دپروګرامونو په سرکې  ځاى لري .
دجمهور رييس فوق العاده استازي زياته کړه چې ددايمي امنيت  تامينول دحکومت ډير کليدي پروګرامونه دي او په همدې ملحوظ  دافغانستان دولت له مخالفو ډلو څخه غوښتې دي چې په هېواد کې دسولې له بهيرسره  يوځاى شي .
دجمهور رييس دفوق العاده استازي په خبره له هغو ډلو  سره به چې دهېواد قوانين ومني ،سوله ترسره شي او هغه  ډلې به چې هماغه شان په تاوتريخوالي او دجوماتونو ، ښوونځيو او دکلينيکونو په ويجاړولو او په هېواد کې په نورو ورانکارو عملونولاس پورې کړي دهغوى دسردمدارانو په شان به دهېواد دامنيتي  ځواکونو له خواجهنم ته واستول شي .
احمد ضيا مسعود دبدخشان ولايت دخلکو دستونزو په څيړنې په ټينګار سره له ځوانانو څخه وغوښتل چې دعصري علومو اوفنونو دزده کړې په لاره کې  هڅه او هاند وکړي او په خپلو سيمو کې دامنيت دتامينولو او دعمراني پروژو په تطبيق کې دافغانستان له دولت سره مرسته وکړي چې ودانه ، پرمختللې او مترقي  ټولنه ولرو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته