امنیت

په لغمان کې نهو تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۱۹ مه
په لغمان ولايت کې د الماس دوه په نوم پيل شويو عملياتوکې نهو تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په لغمان ولايت کې په هغو چاڼيزوعملياتوکې چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا تر سره شول؛ پنځه تنه مخالفین ووژل شول او د څلورو تنو ټپيانو ترڅنګ څلور مشکوک کسان يې ونيول شول.
په دې نښته کې درې تنه د امنیتي ځواکونو هم برسيرن ټپيان شوي دي چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پیل شوي چاڼيز عمليات وستايل او د امنيتي  ارګانونو ټولو مسوولینو ته يې لارښوونه وکړه چې د عملیاتو پرمهال د ملکيانو خوندیتوب ته خاصه پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته