قلات باختر د غويي د میاشتې ۱۸ مه
د افغان ځواکونو سره په نښته کې د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له لورې نومول شوی ولسوال ملا احمد الله وژل شوی دی.
د شینکۍ ولسوال امیر جان الکوزي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په سیوري سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې.
سرچینه زیاتوي چې په دې نښته کې د وسله والو طالبانو له لورې د شینکۍ ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال ملا احمد الله شریف وژل شوی دی.
د یو بل خبر له مخې؛ د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې چې پر مهال یې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور یې ټپیان شوي دي.پای/وصال
0 1 دقیقه لوستل