خبرونهاقتصادټولنه

په بلخ کې د پاسپورټونو د وېش له لارې ۵۲ مېلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي

کابل / د کب ۲۴ مه / باختر

د بلخ د پاسپورټ ادارې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې لس زره پاسپورټونه وېشلي او له دغې لارې یې ۵۲ مېلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د دغه ولایت د پاسپورټ عمومي مدیر شیخ محمد عظیم عزام له باختر آژانس سره په مرکه کې ویلي چې په تېرو څلور نیمو میاشتو کې یې لس زره پاسپورټونه ویشلې او له دغې لارې یې ۵۲ مېلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت حساب ته یې جمع کړي دي.

ښاغلي عزام زیاته کړه چې د مرکز له اصولو سره سم هلې ځلې کوي چې خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.

د پاسپورټ مدیر وايي چې د کار له پیل څخه یې تر اوسه هڅه کړې چې د کمېشن کارانو مخه ونیسي.

په خبره یې تر اوسه پورې یې یوولس کمېشن کاران نیولي او د بلخ امنیې قوماندانۍ ته یې سپارلي دي.

د پاسپورت مسوول وویل، چې اوس مهال يوازې پر ناروغانو، زده کړیالانو او سوداګرو پاسپورټونه وېشل کېږي.

هغه زیاتوي چې د بلخ د پاسپورټ مدیریت، هره ورځ د ١٥٠ پاسپورټونو د وېش حق لري او دوی هڅه کوي چې لومړیتوب مستحقو کسانو ته ورکړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته