امنیت

دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ديوه ماشوم خلاصون .

کابل باختر دزمري شپږ ويشتمه :
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دپوليسو په پرونيو عملياتو کې يوڅلور کلن ماشوم دانسان تښتوونکو له  منګولو څخه ازاد کړى شو . 
دغه ماشوم چې حسيب  نوميږي او دهرات ښار دلومړۍ ناحيه اوسيدونکى دى  څلورورځې مخکې دناپيژاندوکسانوله خوا تښتول شوى و چې دجنايي جرمونوپرخلاف دمبارزې دپوليسو په پرله پسې هلوځلو سره  دتښتوونکو له منګولو څخه ازاد  کړى  شو
دهرات ولايت دپوليسو يوه مسوول  دباختراژانس خبريال ته وويل ددغې پيښې  په اړوند دوه تنه چې دپيښې اصلي عاملين دي نيولي او همدا اوس تر تحقيق لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته