سیاست

دننګرهار ولايت د ښيوې ولسوالۍ يوشمېرمشرانو نن دمشرانوجرګې له رييس فضل هادي مسلميار او د فوايدعامې له وزير سره په کتنه کې د دغه ولايت د سړکونو د جوړولو په باب خپلې غوښتنې طرحه کړې .

کابل باختر د لړم دمياشتي اتمه :
دننګرهار ولايت د ښيوې ولسوالۍ يوشمېرمشرانو نن دمشرانوجرګې له رييس فضل هادي مسلميار او د فوايدعامې له وزير سره په کتنه کې د دغه ولايت د سړکونو د جوړولو په باب خپلې غوښتنې طرحه کړې .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې چې يو شمېرسناتوران او د ولايتي شوراوکيل ګلاب الدين هم حاضر و؛ دوى له زاړه پله  څخه تر کشکوت پورې د سړک د جوړولو چې د نورستان او دکونړ ولايتونه له جلال آباد ښارسره نښلوي؛ غوښتنه وکړه او دغه راز د بهسودو د پله دکار د نه پيليدو  يادونه وکړه او په دې برخوکې يې د فوايد عامې وزارت دپاملرنې غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې سناتورحافظ عبدالقيوم هم د نورستان ولايت دمرکز پارون ښار  د سړکونو د خرابوالى يادونه وکړه دفوايد عامې له وزيرڅخه يې وغوښتل نهه مليونه   افغانۍ بودجه چې د دغه سړک د بياترميمولو اوکريړ اچولو لپاره په پام کې نيول شوې ده؛ په پاخه ډول د دغه سړک په جوړولوکې ولګول شي.
وروسته د فوايد عامې وزير په هيوادکې د سړکونو د جوړولو په باب دمعلوماتود وړاندې کولوپه ترڅ کې په نږدې راتلوونکي کې د بهسودو د پله دکار دپيل خبرورکړ او زياته يې کړه چې د زاړه پله څخه تر کشکوت پورې د سړک جوړولو ته زياته پاملرنه کوي .
ده دنورستان  دخلکو دستونزو دتائيدولو په ترڅ کې د مواصلاتي لارې دنشتوالى له امله دغه ولايت ته دسړک جوړولو د وسايطو او د اړتيا وړ توکو دليږدونې په باب انديښنه څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې د پارون ښار د سړک دجوړولو په خاطربه هم اقدام  ترلاس لاندې ونيسي.
ديوبل خبر له مخې: دسنا مجلس رييس فضل هادي مسلميار دمعلولينود مرکزونو ديو شمير استازوستونزې واوريدې. 
په دې غونډه کې دمعلولينو دمرکزونو استازومعلولينو ته د استوګنې د ښارونو د نشتوالى، ناڅيز معاش، دکاري زمينو نشتوالي او دکار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د مقاماتو دبې پروايى له امله شکايت وکړ او د معلولينو د مرکزپه پست کې د يو معلول شخصيت دټاکنې غوښتنه وکړه .
دمشرانوجرګې رييس دهيواد دخپلواکى دترلاسه کولو او دبهرنيو يرغلګرو په وړاندې دخلکو د مقدس جهاد د برياليتوب په لاره کې د شهيدانو اومعلولينو د سرښندنو او قربانيو ديادونې په ترڅ کې له دوى سره يې دهيواد دنافذو قوانينوپه چوکاټ کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه .
ديوبل خبر له مخې: د مشرانوجرګې رييس فضل هادي مسلميار د کابل ښار د خيرخانې مينې دساحې د اوبو رسولو دشبکې ستونزه ددغې ساحې د يوشمير استازو په حضورکې د اوبو رسولو له لوى رييس او دکابل د اوبو رسولو له رييس سره طرحه کړه.
په دې غونډه کې دغواستازو وويل چې دخيرخانې ساحه له دريو کلونوراپديخوا دڅښاک د اوبو دکمښت له ستونزې سره مخامخ دي او ددغې ساحې د نل اوبو د سبتيکوڅاه ګانو له ککړو اوبو سره مخلوط شوى دى  چې د استفادي وړ نه دي .
دوى زياته کړه: دکابل ښار د اوبو رسولورياست ته دپرله پسې مراجعې سره سره ددغه ستونزې په لرې کولو کوم اقدام نه دى شوى اوپه دې برخه کې د اوبورسولو  د رياست دجدي پاملرنې غوښتنه وکړه .
د اوبو رسولو لوى رييس بهير د کابل ښار د اوبو رسولو دنل ليکو او زيرمو په باب  دمعلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې ددغې ستونزې دلرې کولوپه خاطر هراړخيزې هلې ځلې کوي.
  دغه راز دکابل ولايت د اوبو رسولورييس هم تيارى څرګند کړ چې په راتلوونکو دريو مياشتوکې به د روغتيايي اوبو د برابرولو په برخه کې د دغې ناحيې د خلکو ستونزې اوغوښتنې وڅيړي.
دغه راز دسنامجلس رييس مسلميار د زابل ولايت له مرستيال محمدجان رسول
يار او ددغه ولايت له يو شمير مشرانو سره د دوى دسيمه ئيزو اړتياوو په باب وکتل.
په دې کتنه کې په داسې حال کې چې يوشمېر سناتوران هم حاضر و؛ د زابل ولايت مرستيال د روغتيايي کلينکونو، مسلکي ښوونکو او د ښوونځيو لپاره د ودانيو د نشتوالى اوکمښت طبي تجهيزاتو ته د ولايتي روغتون د اړتياو، د ولايتي شورا د ودانۍ دبيا رغاونې اړتيا او د يو شمير نورو موضوعګانو په ګډون ددغه ولايت يو لړ سيمه ئيزې ستونزې طرحه کړې او په دې برخه کې د سنا دمجلس د همکارۍ غوښتنه وکړه .
دمشرانو جرګې رييس د دوى دستونزو په اوريدو سره ژمنه وکړه چې د دوى غوښتنې او پيشنهادونه به له اړوند مراجعو سره طرحه او دحل لاره به يې ولټوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته