فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزير : درسنيو دنده ده چې په دغه شان خطرناک حالت کې دخلکو غم وخوري او يوازې حقايق لکه څنګه چې لازمه ده افشاکړي او خلک واقعيتونو ته ځير کړي .

کابل باختر د زمري  شپږ ويشتمه ::
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير عبدالباري جهاني  داسلامي هيوادونو دراډيو او ټلويزيونونو  داتحاديې  په اتمه غونډه کې  دخپلې وينا په ترڅ کې  څرګنده کړه چې  په تيرو ديارلسو کلونوکې  په هيواد کې  په لسګونه تنه  خبريالان  يوازې  دباوري او دقيقو خبرونو دبرابرولو او خپرولو  په خاطر  دډار اچوونکو ډلو او دغير مسوولو وسله والو کسانو له خوا  وهل شوي ډبول شوي او يا شهيدان شوي  او ټپيان شوي دي .
  دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې ،  داطلاعاتو اوفرهنګ وزير په دې غونډه کې وويل  يوه موده کيږي  چې افراطيت  داسلام له نامه سره پيوند خوړلى دى او  کله چې  ددهشت او تروريزم  خبره رامنځته کيږي هرو مرو  اسلام ته  اشاره کيږي . په داسې حال کې چې  دقران عظيم الشان  په يوه مبارک  سوره کې يادونه شوې ده چې دغير اسلامي مذهبونو پيروان آن بت پرستان  دخپل دين  په انتخابولو کې  مختار بولي . 
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزير زياته کړه  دافغانستان  مطبوعاتو چې  دطالبانو دستمګر رژيم له راپرځيدو وروسته يې  نوي  دازادي  خوند څکه ،  په لومړى لسيزه کې  دافراطيت  او افراطيونو په باره کې دخبرونو او اطلاعاتو په خپرولو پيل وکړ  خو وروسته وروسته  ځير شول  چې ددوى دنده يوازې  داطلاعاتو  په خپرولوپاى ته نه رسيږي . بلکې بايد د افراطيت په وړاندې  چې نه يوازې  دانسانانو او دهغوى  دبې ګناه هيوادوالو وينه  تويوي او دنويو جوړو شويو ښوونځيو او  ښوونيزو او روزنيزو موسسو ته   اور اچوي .  او په پاى کې  هغوى  دنوي نظام  له ټولو ارزښتونو څخه  بې برخې کوي . بايد مبارزه وکړو او دنظامي جګړې  دتودو سنګرونو تر څنګ  دقلم اواطلاعاتو څو مرتبه يي   اغيزمنه  جبهه بايد پرانيزو .
  ده زياته کړه  درسنيو دنده ده  چې په دغه شان  خطرناک حالت کې  دخلکو غم وخوري  او يوازې  حقايق  لکه څنګه چې لازمه ده  افشا کړي . او خلک  واقعيتونو ته ځير کړي . 
  په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو معينې پوهنيارې  سيدې  مژګان مصطفوي هم  ګډون کړى و .
   داسلامي هيوادونو  دراډيو او ټلويزيونونو اتحاديه  له راډيويي  _ ټلويزيوني  شبکې او له اسلامي  رسانه يي  موسسو څخه  په څه دپاسه  دوه سوه تنو غړو سره  دنړۍ  دغير دولتي رسنيو يوه ډيره مهمه  اتحاديه بلل کيږي  چې کال په کال  خپله عمومي   ټولنه په تهران کې جوړوي .او دنړۍ له پنځه ديرشو هيوادونوڅخه  دغړوپه ګډون  داسلامي نړۍ دبيلابيلو شخصيتونو کوربه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته