فرهنګ

دهندوستان دلنډ مهال حکومت داعلام دسلمې کاليزې په مناسبت علمي او څيړنيز نړيوال سيمينار په کابل کې جوړ شو .

کا بل باختر د ليندي لسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني دپيغام په لوستلو سره دهندوستان دلنډ مهال حکومت داعلام دسلمې کاليزې  په مناسبت  علمي اوڅيړنيز نړيوال سيمينار نن په کابل کې جوړ شو .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې دغه سيمينار داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په اهتمام  په سياسي چارو کې دجمهور رييس دخاص استازي ډاکتراکرام خپلواک  ، په پارلماني چارو کې ددولت دوزير پوهنمل نبي پراهي ، دملي شورا ديوشميروکيلانو ، ځينو دولتي مسوولينو ، پوهانو ، ديوشمير  پوهنتونونو داستادانو اودبهرنيو ميلمنو په ګډون جوړ شوى دى .
په دې سيمينار کې  لومړۍ داطلاعاتواوفرهنګ وزير عبدالباري جهاني په خبروکې وويل :
دهند اوګاونډي هيواد پاکستان څخه راغلو ميلمنو ، اغلو خويندو اوښاغلو ورونو،  محترمو ليکوالانو او څيړونکو او درنو حاضرينو السلام عليکم .
  نن دافغانستان او دهند نيمي وچې لپاره يوه لويه ورځ او په خاصه توګه  دافغانستان لپاره چې برتانوي هند دخپلواکۍ په منظور، په کابل کې دموقتي حکومت اساس  پکښى ايښودل شويدى،  يوه دافتخاره ډکه ورځ ده .
نننۍ غونډه چې دهمدې له افتخاره ډکى ورځې  په مناسبت ددوه ورځني  تاريخي او علمي سيمينار پيلامه ده په همدې خاطر جوړه شوېده .
  افغانستان چې دتورو اوجګړو هېواد بلل شويدى  په خپل غيږ کې دبرتانوي هند د منورينو او پروطن مينو سياسيونو له خوا دموقتي حکومت دجوړيدلو اومنلو له لاري  وښودله چې دا هېواد يوازي دجګړو او مقاومتونو قهرمان نه بلکې دسياست په ډکر کې  هم له سيالانو څخه وروسته پاته نه دى .
ځکه  مو داسيمينار جوړ کړى او ځکه مو دخپل هيواد دليکوالو او څيړونکو تر څنګ دخپل ګاونډي هيواد پاکستان او خپل دوست هيواد هند استازي او څيړونکي رابللي دي چې  خپلو ګاونډيو او نړيوالو ته وښيو چې سل کلونه مخکي مو هم  دجنګ تر ميدانونو سياسي او سوله ييزوتغييراتو ته ترجيع ورکوله او نن هم غواړوچي دسولي او امن په ګټه خپل  دريځ روښانه کړو
  وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني پيغام په سياسي چارو کې دجمهور رييس دخاص استازي ډاکتر اکرم خپلواک له خوا ولوستل شو  چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي .
خوشحاله يم او مننه کوم چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په کابل کې  دهندوستان د موقت حکومت داعلانيدو دسلمې کاليزې په مناسبت نړيوال علمي سيمنيار جوړوي او د سيمې دمعاصر تاريخ  پر يوې مهمې پيښې دبحث اوتحقيق  فرصت برابروي .
په کابل کې دهند دموقت حکومت  دجوړيدو پيښه که له يوې خوا دهنديانو د استقلال غوښتونکو مبارزو دلړۍ يوه کړۍ ده له بلې خوا دافغانانو او هند براعظم کې  د اسيدونکو تر منځ دشريکو احساساتو اوهمکاريو په باب  هم ډير څه راته وايي .
لکه څنګه چې سل کاله پخوا داسيا ددې سيمې اوسيدونکو ګډ مشکلات او ګډې رزوګانې لرلي ،   نن  هم  ددې سيمې ولسو نه مشترک مشکلات لري چې يوازې دهمکارۍ  او تعاون له لارې يې حل کولاي شي .
  په دې سيمينار کې  په کابل کې دهندوستان سفير ددغه سيمينار دجوړولو په خاطر  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه دقدردانۍ تر څنګ دهند دلنډ مهال  حکومت دجوړيدو دبيلابيلو اړخونو په باب  معلومات ورکړل او په دې برخه کې يې دراجاپرتاب سنګه رول بيان کړ .
ده څرګنده کړه چې دهندوستان او افغانستان ترمنځ دوستانه اړيکې او دوستي لرغونې تاريخ لري او داړيکو  په لازيات  ټينګښت  او پراختيا باندې يې  ټينګار وکړ .
په کابل کې دپاکستان سفير هم په کابل کې دهند دلنډ مهال حکومت  دجوړيدو دڅرنګوالي  په باره کې څرګندونې وکړې او ويې ويل چې له نن څخه سل کاله مخکې ازادي غوښتوونکو خلکو په کابل کې يوحکومت جوړ کړ چې ددغه حکومت رييس راجاپرتاب  سنګه او صدراعظم يې مولانا برکت الله صاحب و .
ده زياته کړه که څه هم دغه حکومت په خپلو مقصدونوکې زيات بريالى نه شو ، خو داستعمار په وړاندې  يو پاڅون و  چې په دې ازادي غوښتوونکي مبارزه کې  دافغانستان داتلو خلکو  همکارۍ  مهم رول درلود .
دغه راز په دې سيمينار کې  دافغانستان دعلومو اکاډمۍ پيغام  دڅيړنپوه  سيد محي الدين هاشمي  او د جواهر لعل مهرو پوهنتون  پيغام  ددغه پوهنتون  داستازي له خوا  ولوستل شول . اودغه راز په همدې مناسبت دکابل او قندهار دپوهنتونونوله خوا  هم  پيغامونه  ليږل شوې و ،
ددغه سيمينار  لومړى  علمي غونډه  درييس په توګه  د ثنا الله  خان  ،  د مرستيال په توګه  د استاد حبيب الله رفيع او دمنشي په توګه دمجيد الله  قرار  له انتخاب وروسته  په کار پيل وکړ .
په دې غونډه کې څيړنوال  مير محمد شريف  پاکراي  د(جريان تاريخي  مقتضي تاسيس حکومت موقت هند درکابل ، تر عنوان لاندې مقاله  ،  پروفيسر ډاکتر شريف حسين  قاسمي  د ( اهداف حکومت موقت هند در افغانستان ) ترعنوان لاندې  مقاله او څيړنوال  شيرګل  اوستا دلومړۍ نړيوالې جګړې  پرمهال  دلرې پښتونخوا سياسي وضعه  تر عنوان لاندې مقاله ولوستله
  دغه راز  دسيمينار دويمې علمي غونډې هم  درييس په توګه  دډاکتر عبدالروف رقيقي  ، دمرستيال په توګه  دعبدالغفور ليوال  او دمنشي په توګه دمجيد الله قرار له انتخاب وروسته  خپل کار ته دوام ورکړ .
په دې غونډه کې  عبدالغفور ليوال  د مشروطه نهضت  دهند دخپلواکۍ شنونکو لپاره  تر عنوان لاندې مقاله  ، ډاکتر مجيد الله  قرار د ډاکتر فضل الرحيم مقاله  چې  داسيا  په زړه کې  سياسي پاڅون تر عنوان لاندې  ليکل شوې  وه  ،  عبدالهادي قريشي  د هينتيک  اونيدر  مايکرنو ته  لنډه کتنه ، حاجي ولي محمد  اڅکزي دهند دازادي پر نهضت دافغانستان اغيز ، پروفيسر ډاکتر  نصر الله جان وزيري  سرحد ګاندهي او خلافت تحريک او سميع الله خان يوسفزي  خپلې علمي او څيړنيزې مقالې  ولوستلې .
دسيمينار کار سبا هم دوام کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته