امنیت

په قندهار کې دشپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د لړم اتلسمه : شپږ تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول . دغه طالبان تيره شپه په ميوند ولسوالۍ په هغه ځاى کې چې په دې وروستيو وختو کې دوسله والو طالبانو دفعاليت او شتون ډګر دى ، وژل شوي دي . دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي . ده وويل چې دغه طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و چې بريد پرې وشو . ويل کېږي چې په دې نښته کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته