نړۍ

له نشه يي توکو سره دنړيوالى مبارزه ماتې خوړلې ده.

نيويارک – باختر دکب دمياشتې ٢٣
دملګروملتو سازمان له جرمونو او دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې د دفتر اجراييوي مدير يورى فدوتوف اعلام وکړچې له نشه يي توکو سره نړيواله مبارزه له جدي ماتې سره مخامخ شوې ده.
فدوتوف وويل په مرکزي امريکا کې دکوکنارو دکمښت او دهغو له قاچاقو سره داړوندو تاوتريخوالي زياتوالي ددغې ماتې له جملې څخه دى .
ده دهغه دو ورځنۍ غونډې په پيل کې چې د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې لپاره د ٢٠٠٩ کال دطرحى دتطبيق دڅيړنې په مقصد جوړه شوې ده دغه راز دکوکاينو د بازار محدودولو په ګډون يو شمير برياليتوبونو ته هم اشاره وکړه.
دغه غونډه په ٢٠١٦ کال کې دنشه يي توکو په باب ددغه سازمان عمومي ټولنې دغونډو له جوړولو مخکې جوړه شوې ده.
دهمدې خبرله مخې: په وروستيو کلونو کې دنشه يي توکو نړيواله غوښتنه لږ بدلون کړى دى ځکه دنړۍ په يوه برخه کې دځينو نشه يي توکو غوښتنه او وړاندې کول دنړۍ په بله برخه کې د زياتوالي په دليل جبيره شوې ده دايران د دولتي خبري آژانس دخبر له مخې په دې غونډه کې دملګرو ملتو دسازمان غړو هيوادونو او دنورو سازمانونو اودمدني ټولنې يو زرو پنځه سوه تنو استازو ګډون کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته