سیاست

جمهور ریېس غني د شیعه عالمانو شورا له استازو سره په کتنه کې د څوارلسمې امنیتي حوزې د جوړولو وړاندېز منظور کړ.

کابل باختر د غويي د مياشتې ٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریېس محمد اشرف غني د هېواد د شیعه عالمانو شورا له استازو سره د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
د جمهور ريېس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړی د جمهور ریېس دویم مرستیال استاد سرور دانش خبرې وکړې ويې ویل، د شیعه عالمانو غوښتنې به تعقیب او پام به ورته وشي او دې غوښتنو او اندېښنو ته  په پام به هراړخیزه تدابیر ونیول شي.
وروسته ایت الله صالحي او استاد محمداکبري د شیعه عالمانو شورا مرستیالانو او محمد فیاض روزګاني د خلکو د غوښتنو او ستونزو په ځانګړي ډول د کابل د لویدیځ د نا امنۍ او خلکو ته د تروریستي ډلو له لوري د متوجه ګواښونو په اړه خبرې وکړې.
دوی د امنیتي حوزو د زیاتوالي، استخباراتي او کشفي معلوماتو ته د پاملرنې، د امنیتي ځواکونو د زیاتوالي، د زیانمنو سیمو د ارزولو، د روزنیزو، دیني، نوم لیکنې او د تذکرو د مرکزونو د امنیت د ټینګښت په برخو کې خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
دغه راز د شیعه عالمانو شورا استازو ټینګار وکړ چې، یاده شورا له دیني او اسلامي اړخه اسلامي ورورګلوي په ټولنه کې اصل بولي او عمل پرې لازم ګڼي او د اسلامي اخوت د پراختیا په برخه کې هراړخیزې هڅې کوي.
هغوی ټینګار وکړ چې وفاق او ملي یووالی ورته بنیادي اصل دی.
دغو استازو د دې ترڅنګ چې ټاکنې یې د ننني فکر اصل او د واک د لېږد یواځینۍ لار وبلله د ټاکنو پروسې د امنیت پر ټینګښت او د اهل تشیع د شخصیه احوالو د قانون پر اجرا کولو يې ټینګار وکړ.
جمهور ریېس غني د شیعه عالمانو شورا د استازو له غوښتنو او وړاندېزونو وروسته د هغوی د مثبتو لیدلورو او رغاوونکو وړاندېزونو مننه وکړه او د عالمانو او امنیتي مسوولینو ترمنځ یې په همکارۍ د ټینګار ترڅنګ وویل، ملي یووالی او د قانون حاکمیت زموږ لپاره اصل دی.
جمهور ریېس زیاته کړه، امنیتي مسوولین به له عالمانو او ټولو قشرونو سره دوامداره مشورې ولري.
د هېواد جمهور ریېس څرګنده کړه، زموږ لپاره د هېوادوالو امنیت د اساسي لومړیتوبونو څخه دی او د کابل ښاروال او د پلازمینې پراختیایي زون ادارې ته یې لارښوونه وکړه چې په یوه اوونۍ کې دې د کابل د لویدیځ اساسي نقشه تنظیم کړي.
هغه د کابل د لویدیځ لپاره پر انسجام، د مشخص امنیتي طرزالعمل او ځانګړې همغږۍ پر تدابیرو ټینګار وکړ. جمهور ریېس وویل، د خکو اندېښنې به د لازمو تدابیرو له لارې لېرې کړو.
جمهور ریېس غني له عالمانو وغوښتل چې د افراطیت پر ضد بسیج شي او د تروریستانو په ځانګړي ډول د داعش پر وړاندې خپل غږ لوړ کړي.
د هېواد جمهور ریېس د کابل لویدیځ لپاره د ۱۴ امنیتي حوزې د جوړولو په برخه کې د امنیتي مسوولینو وړاندیز، منظور کړ.پاى_ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته