-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
دولس کسان دنشه يي توکو دقاچاقو او پلورلو په تړاو د هېوادپه څلورو ولايتونو کې ونيول شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ؛ دبدخشان، کابل ،خوست او پروان له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو په څو جلا جلا عملياتو کې ١٢کسان دنشه يي توکو دقاچاقو او پلورلوپه تړاو د دغو ولايتونوپه بېلابېلو سيمو کې ونيول .
دنيول شويو کسانو له جملې څخه پنځه يې د بدخشان په فيض اباد ښارکې د الکولي مشروباتو د پلورلو ، درې يې د خوست په مرکز کې او يو يې په پروان کې له سل ليتره الکولي مشروباتو او يوه اندازه نشه يي توکو( چرس او اپين ) سره نيول شوي دي.
دغه راز له نشه يي توکو سره د مبارزې د خاصې قطعې پوليسو درې نور قاچاق وړونکي له ٩ کيلوګرامه هيرويينواو اپينو سره د کابل ښار په دولسمې او اوولسمې ناحيو کې ونيول .
ختم_ شکريه _اکرم
0 1 دقیقه لوستل