ټولنه

په فراه کې له بيځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر دسلواغې  ديرشمه :
  په فراه ولايت کې پرون له  ١٥٠  سيلاو ځپلو  کورنيو سره  له پيښوسره دمبارزې  دتياري درياست له خوا خوراکي توکي وويشل شول .
دفراه ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې رييس  عبدالقدير  الهام باختراژانس ته وويل چې دپشتون کوټ او دقلعه کاه دولسواليو له  ١٥٠  زيانمنو شويو کورنيو سره  ددغې ادارې له خوا داوړو ،  غوړيو ، لوبيا ، بورې  او دچاى په ګډون خوراکي توکي وويشل شول .
ده وويل ددغو مرستو لړۍ  دوام لري .
  ختم_ شکريه_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته