اقتصاد

ژمني مرستي وويشل شوي .

کابل باختر دسلواي دري ويشتمه

  په کابل ښار کې په يوزرو  پنځه سوه پنځوسو بي ځايه شويو کورنيو چې تر خيمو لاندې شپې سبا کوي   نن لومړني خوراکي توکي او دسون مواد وويشل شول .

 دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت دبيړنيو حالاتو رييس  مهر خداصبار  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دلارښوونې له مخې په کابل ښار کې دبي ځايه شويو کورنيو دڅيړنې په خاطر دغه  وزارت له پيښو سره دمبارزې دملي کميټي او په کابل کې دجرمني سفارت په همغږي د قمبر په څلور لاري کې په اته سوه پنځوسو کورنيو چې تر خيمو  لاندې شپې سبا  کوي دادرا انترنشنل  دموسسي ، دالمان او له ماشومانو سره دمرستي دموسسي له خوا مرستي وويشل  شوي .

 صبار وويل  چې ددغې سيمې په هري کورنۍ  د څيړي شپږاويا کيلو سکاره  اته څلويښت ډبلي اوبلن شيدي اويوه مشکوله  دادرا دموسسي له خوا  وويشل  شوي او دغه راز ددغې سيمي په هري کورني يو ترپال او دماشومانو خولي وويشل شول .

 دمهر خداصبار  دڅرګندونو له مخې  د ببرک چمن   په ساحه کې په دري سوه کورنيو  باندې چې  تر خيمو لاندې شپې سبا کوي  هم نن خوراکي او محروقاتي  توکي  له پيښو سره  دمبارزي  دملي کميټې له خوا وويشل شول .

  ده وويل په دې سيمه کې په هري کورني پنځه کيلو غوړي ، پنځه کيلو بوره ، يو کيلو چاي ، پنځه ويشت کيلو وريجي او شل منه لرګي وويشل شول .

 ده وويل ددغو مرستو ويشل په راتلونکو ورځو  کې هم دوام کوي  او دوه زره پنځه سوه بي ځايه شويو کورنيو چې په کابل ښار کې  تر خيمو لاندې شپې سبا کوي  دغه مرستې وويشل  شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته