نړۍ

دامريکا دبهرنيو چارو وزيره : هيله لري چې شمالي کوريا دسولې لاره تعقيب

دامريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنتن وويل: امريکا هيله لرى چې شما لي کوريا ددغه هيواد دمشر کيم جونګ ايل دسولې لاره غوره کړي .

 دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې له شمالي کوريا څخه وغوښتل له نړيوالې ټولنې سره کار وکړى او له ګاونډيانو سره خپلې اړيکي ښي کړي.

ميرمن کلنتن زياته کړه دامريکا متحده ايالات چمتو دي چې دشمالي کوريا له خلکو سره مرسته  وکړي په همدي حال کې د امريکا جمهور رييس بارک اوباما د تيلفون له لارې دچاپان صدراعظم ته وويل چې په سيمه کې به دامريکا له متحدينو سره ددغه هيواد ژمنې پاتي شي .دشما لى کوريا رسنيو ددوشنبې په ورځ دکيم جونګ ايل د مړينې خبر ورکړ ټاکل شوې ده دکيم جونګ ايل دريم زوى کيم جونګ اون قدرت ترلاسه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته