سیاست

کارپوهان : دانتخاباتو دقانون دتعديل طرحه له حقوقي پلوه دښه قانونمند کيدو په لار کې يو اوچت ګام بلل کيداى شي .

کابل باختر د سلواغې څليرويشتمه :
دانتخاباتو دقانون دتعديل طرحه  دسياسي ګوندونو ، دانتخاباتي څارونکو د بنسټونو ،دمدني ټولنې دبنسټونو داستازو او دجمهوري رياست دانتخاباتو له نوماندانو سره دحکومت داستازو دمشورتي غونډې په څلورمه ورځ تاييد شوه
دانتخاباتو دقانون دتعديل طرحه دجمهوري رياست ددويم مرستيال محمدسرور دانش په مشرۍ غونډه کې  له څلورو ورځو خبرو اترو وروسته ددغې مشورتي غونډې دبرخه والو له خوا تاييد شوه .
ددغې غونډې برخه والو دانتخاباتو دقانون دتعديل دمهمو موادو په باره کې چې په انتخاباتي کميسيونونوکې دغړيتوب شرطونه  دانتخاباتي دکميسيونونو  دمرستيالانورييسانو  او غړو او ددارالانشا  درييسانو دټاکنې څرنګوالي  ددغو کميسيونونو ددايمي او لنډ مهالو کارکوونکو دندې ، واکونه او استخدام ، دولسواليو او کليو دشوراګانو دنوماندانو شرطونه ، ددغو شوراګانو لپاره دڅوکيو ټاکنه ،  انتخاباتي اعتراضونو او شکايتونو ته درسيده ګې  څرنګوالى او درايو دابتال موارد رانغالي  چې په دې غونډه کې په دغو مسئلو خبرې او موافقه وشوه ، برخه والو دخپلې غونډې په څلورمه ورځ درايو په اتفاق دانتخاباتو دقانون دتعديل طرحه تاييد کړه او موافقه يې وکړه  چې  دغه طرحه  دې  د وروستيو پړاونو دتيرولوپه مقصد دملي وحدت دحکومت کابينې ته وړاندې شي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني ، په دې وروستيو وختو کې هغه توشيح کړه .
دغه طرحه پخوا دجمهور رييس ددويم مرستيال استاد سروردانش په مشرۍ په ګډو غونډو کې دسياسي ګوندونو ، دجمهوري رياست دنوماندانواو په انتخاباتو پورې داړوندو مدني  بنسټونو له لوري درايو په اتفاق تاييد شوې وه .
داپه داسې حال کې ده چې دانتخاباتو خپلواک کميسيون  په دې وروستيو وختو کې ديوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره ليکلي دي  په اوسنيو نازکو شيبو کې چې دجمهوري رياست دانتخاباتو دنوماندانو نوم ليکنې  دوره تيره شوې ده او کميسيون په عمل کې دنوماندانو لومړنۍ فهرست خپور کړى دى اوانتخاباتي عملياتو ته يې وردانګلي دي په تيره بيا داچې دملي وحدت دحکومت جمهور رييس او اجراييه رييس هم دنوماندانو له جملې څخه دي او په لومړني فهرست  کې شامل دي په اوسنيو نازکو شرايطو کې دملي وحدت دحکومت له لوري دانتخاباتو په قانون کې دتعديلونو رامنځته کول به دراتلوونکوانتخاباتو په بهير کې  له لاسوهنې پرته بل هدف تعقيب نه کړي چې دا کار دهېواد دراتلوونکې لپاره ډير خطرناک  دي او زياتره انتخاباتي شخړې به چې په همدې سبب رامنځته  شي  هېوادبه له بحران سره مخامخ کړي .
انتخاباتي کارپو صالحي وايي: دانتخاباتو دقانون دتعديل طرحه چې  دسياسي ګوندونو دجمهوري رياست دانتخاباتو له نوماندانو  دمدني بنسټونو له استازو او په انتخاباتو پورې اړوند دانتخاباتي اوحقوقي څارونکو سره په غونډه کې تصويب شوې ده کيداى شي له څو اړخونو دحکومت له خوا دمنلو وړ اويو غوره کار دي .
صالحي وايي  له سياسي پلوه  دحکومت اودانتخاباتي  کميسيونونو له لاسه وتلي اعتماد بيا احيا کوي او له حقوقي پلوه د ښې او عادلانه قانونمندى په لاره کې يو اوچت ګام بلل کيداى شي .
په تيره بيا کله چې ددغه تعديل پربنسټ دپورتنيو کميسيونونو داوسنيو  کميشنرانو اورييسانوپرځاى دنويو کميشنرانو ځاى پرځاى کيدل طرحه کېږي دانتخاباتو دپروسې  په اړوند داعتماد جوړولو په برخه کې يو ارزښتناک او ګټور ګام ګڼل کېږي .
دافغانستان داسلامي جمعيت ګوند دمشرتابه شورا غړي نور الرحمن  اخلاقي دباختراژانس له خبريال سره په اړيکه کې دانتخاباتو دقانون دتعديل دطرحې اوددغې طرحې دهرکلي په اړوند وويل د انتخاباتو دقانون په نوي تعديلونو کې دسياسي ګوندونو او دمدني  ټولنې له خوا ددواړو کميسيونونو دکميشنرانواو دارالانشا درييسانو وړانديز او دجمهوري رياست دنوماندانو په رايو دهغوى ټاکنه ، دراى ورکونې په ورځ دراى ورکوونکو دنومونو دبيا ثبت او تشخيص په پړاو کې دبايو متريک له تکنالوژى څخه بشپړه  ګټه اخستنه ، په بريښنايي راى ورکونه او درايو په شميرنه کې  له اړوندې تکنالوژى  څخه ګټه اخستنه د ام -دي ار دسيستم پربنسټ دراتلوونکو  انتخاباتو ترسره کول او په انتخاباتو کې دبنسټيزو اصلاحاتو په تګلوري کې ديادونې وړ پرمخحتګ شامل دى .  هغو ټولو کسانو ته چې په دې اړوند يې هڅې کړي دي او دافغانستان خلکو ته چې ټول په يو ډول نه يو ډول  دتقلب  قرباني دي ددغو اصلاحاتو له امله مبارکي وايو . دپوهنې استاد او دحقوقو کارپوه مولوي کرامت الله صديق ددغې طرحې  په اړوند وايي  دانتخاباتو دقانون دتعديل دبهير له اصل سره موافقه لرو خو دانتخاباتي کميسيونونو دکيمشنرانو په ټاکنه کې دارګ او سپيدار له نفوذ او دهغوى په کاري بهير کې  له لاسوهنې  سره مخالف يو انتخابات ددموکراسي او ولسواکۍ لومړى  مولفه ده په هغو کې شفافيت  دسياسي نظام او دملي او سيمه ئيزې شورا تضمينوونکى دى .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته