فرهنګ

دهېواد دولايتونو داطلاعاتو اوفرهنګ درئيسانو دغونډې په نامه د جمهور رئيس په پيغام کې طرحه شوه : درسانه يي قوانينو تشريح ډير مهم او حياتي دى .

پوهنياره مصطفوي :  موږ دسيمې دهېوادونو ترمنځ ډير ښه رسانه يي قوانين لرو
 کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٧ :
دهېواد دولايتونو داطلاعات او فرهنګ رئيسان نن په کابل کې دافغانستان درسانه يي قوانينو ، مفاهيمو ، تحليل ا وتجزيې تر عنوان لاندې پروګرام کې  ګډون وکړ.
دغه پروګرام دافغانستان دميديوتيک بنسټ له خوا  د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت په اهتمام اوپه کابل کې  دآلمان جمهوريت دسفارت  په مالي همکارۍ  د دريو ورځو لپاره  جوړ شوى دى  ، برخه وال  درسانه يي قوانينو دمفاهيمو ، تحليل  او تجزيې په باب خبرې  کوي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  ددغه پروګرام دپرانستلو په غونډه کې  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو د چارو معين اوسرپرست ډاکتر کمال سادات هم ګډون کړى و ، لومړى  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رئيس محمد اشرف غني پيغام  په فرهنګي چارو کې د جمهوررئيس دسلاکار   اسدالله غضنفر له خوا ولوستل شو اوپه هغه کې   په دموکراتيکو حکومتونو کې د رسنيو په اهميت بانډې  ټينګار شوى دى  او ويل شوي دي  چې رسانه يي قوانين  دنظم او انضباط د رامنځته کولو او دبيان دآزادۍ په پراختيا اوتعريف  او د رسنيو داړخونو په بيانولو کې  دنورو قوانينو په شان   ارزښتناک دى.
له دې امله   درسانه يي قوانينو دبيانولو اړتيا ډيره مهمه او حياتي ده.
دجمهوررئيس په پيغام  کې دغه  راز څرګنده شوې ده چې درسنيو  پراختيا  او په اوسنيوشرايطو کې درسنيو له لارې  داطلاعاتو پياوړتيا لازم ارتباطات تامينوي چې رسانه يي قوانين  درسانه يي فعاليتونو دمشروعيت دسرچينې په توګه لازيات وڅيړلې شي  او عمومي اطلاعات  په عمومي کچه اورسانه يي اطلاعات په  خاصه  کچه پياوړي کړي.
وروسته   داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي خبرې وکړې او ويې ويل  :  چې له شک پرته په نننۍ نړۍ کې دقوانينو او مقررو تطبيق  يوه ټولنيزه اړتيا ده   او درسنيو فعاليت  دخاصو قوانينو او مقررو تدوين ته اړتيا لري.
پوهنيارې مژګان مصطفوي وويل ؛  موږ دسيمې دهېوادونو ترمنځ ډير ښه رسانه يي قوانين لرو ځکه  دآزادو رسنيو نظام  زموږ په رسانه يي قوانينو کې تسجيل شوى دى  او دسيمې پرمخ تللي هېوادونه  دغه شان قوانين نلري او لاتراوسه پورې هم په دغو  هېوادونو کې  رسانه يي استبدادي نظامونه واکمن دي.
دې څرګنده کړه چې په افغانستان کې رسانه يي قوانين رسانه يي کورنۍ ته يو ستر برياليتوب دى.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونو دچارو معينې يادونه وکړه  دافغانستان رسانه يي قوانين  چې دټوليزو رسنيو  قانون ، دکاپي  رايټ قانون ،  په اطلاعاتو دلاسبري قانون او دخصوصي  رسنيو د جوړولو اوفعاليت دڅرنګوالي مقرره  پکې شامله ده    په هغو کې  هغه ټول شرايط  چې بايد په نړۍ کې  دآزادو  او معياري رسنيو دفعاليت لپاره شتون ولري په پام کې نيول شوي دي.
دې وويل چې په دغو قوانينو کې درسنيو  ټولې آزادۍ تسجيلې شوې دي   يعني له خپريدو مخکې سانسور شتون نلري ،  درسنيو توقيف او تعطيل  شتون  نلري  ، هيڅ دولتي بنسټ دسانسور حق نلري  اوپه دغو قوانينو کې  جرمونه  په څرګند ډول بيان شوي دي.
پوهنيارې مژګان مصطفوي وويل ؛ هغه کميسيونونه  چې داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې جوړ شوي دي دخبريالانو دتوقيف  ممنوعيت يې په بشپړه  توګه تضمين کړى دى او خبريال په هيڅ صورت دمجرم په توګه عدلي او قضايي  بنسټونو ته نه معرفي کيږي خو ددغو  کميسيونونو له پريکړې وروسته .دې  دغه راز په ځينوقوانينو کې   نيمګړتياو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې درسنو  دمحتوا په بحث کې قوانين کمزوري  دي او بايد زيات کار وشي.
په دې غونډه کې  دآزادو رسنيو مدافعانو  صديق الله توحيدي ، په اطلاعاتو دلاسبري دحق دقانون توشيح دملي وحدت دحکومت يو ستر کار وباله او ويې ويل چې دا کار په پخواني حکومت کې ترسره نه شو. ده دغه قانون په هېواد کې  په اطلاعاتو دلاسبري د حق لومړى قانون وباله .
توحيدي دغه قانون نوى متن   اونوى کار وباله  او ويې ويل  چې تطبيق يې آسان نه دى .ځکه  دولتي ادارې تراوسه پورې په دې  نه پوهيږي چې کوم معلومات دخبريالانو په واک کې ورکړي.
ده له دولت څخه وغوښتل چې  کافي بودجه دې په اطلاعاتو دلاسبري د حق د کميسيون په واک کې ورکړاى شي چې دغه  کميسيون د خپلو فعاليتونو په ترسره کولو سره  له ستونزو سره   مخامخ نه شي .
توحيدي دهېواد دولايتونو داطلاعاتو اوفرهنګ رئيسانو ته  د دغه روزنيز پروګرام  جوړول  ګټور کار وباله او ويې ويل چې له شک پرته برخه وال کولاى شي   درسانه يي قوانينو  په باب اساسي موضوعګانې زده کړي.
دغه راز  دافغانستان دميديوتيک ددفتر   همغږي کوونکي حميدالله ځاځي درسانه يي کار دودې او په اطلاعاتو دلاسبري لپاره درسانه يي قوانينو داهميت په باب خبرې وکړې.
په دې غونډه کې دباخترآژانس  رئيس خليل مينوي دخصوصي رسنيو دجوړولو اوفعاليت   د څرنګوالي مقرره تشريح کړه او د اطلاعاتو  او  فرهنګ  وزارت دخپرونو رئيسې نجيبې مرام دخصوصي  جواز ليکونو دويشلو په لاره کې دپرتو ستونزو  او خنډونو په باب خبرې وکړې .
وروسته برخه والو آزادې خبرې وکړې او خپلې  کاري ستونزې   اوچلنجونه يې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو  له معينې سره  شريکې کړې  او دخپرونو د چارو معينې  له دوى سره ژمنه وکړه چې ددوى دطرحه شويو ستونزو دڅيړنې  او حل کولو لپاره هلې ځلې کوي .
دغه غونډه د دريو ورځو لپاره    جوړه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته