امنیت

په نورستان کې داوو تنو تروريستانو وژل کيدل .

کابل باختر د وږي  پنځمه :
په نورستان ولايت کې دنويو نښتو له امله اووه تنه تروريستان ووژل شول .
په دغو تروريستانو نن سهار د ډيورنډ   له کرښې څخه  له اوښتو وروسته  کله يې چې غوښتل دکامديش ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ځاى پرځاى شي  دپوځيانوله خوا ډزې  وشوې .
دافغانستان  په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتوکې اووه تنه تروريستان وژل شوي دي .
ده وويل چې په يرغلګرو دډيورنډ له کرښې څخه درااوښتو په وخت ددغو پوځيانو له پلوه  ډزې  وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته