اقتصاد

دجمهور رييس فوق العاده استازي : دصنعتکارانو ملاتړ دولت ته لازمې دي .

کابل باختر دغبرګولي نهمه :
دصنعتکارانو دبريښنا دستونزو دڅيړنې په خاطر نن دجمهور رييس دفوق العاده استازي په دفتر کې  دبريښنا شرکت له مديره هئيت اودصنعتکارانو له استازي سره  دڅارنې غونډه جوړه شوه .
دجمهور رييس دفوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې غونډه کې  چې داصلاحاتو اوښې حکومتوالۍ په چارو کې  د جمهور رييس  دفوق العاده استازي احمد ضيا مسعودپه مشرۍ  او دبريښنا شرکت دمديره هئيت او دافغانستان دصنعتکارانو دټولنې دغړو په ګډون صنعتکارانو ته دبريښنا  دبيې د لوړوالي دستونزو  دڅيړنې اوحل کولو په موخه جوړه شوه دبريښنا شرکت رييس قدرت الله دلاوري  ددغه شرکت دپولي او تخنيکي ستونزو په باب  ديو رپوټ په وړاندې  کولو سره وويل  چې په روان ميلادي کال کې په ډالرو د افغانۍ دبيې نوساناتو اوبريښنا ورکوونکو هېوادونو ته  په مياشت کې دسلو مليونو ډالرو ورکړې  ته په پاملرنې  سره ددې زمينه برابره شوه چې هېوادوالو ته دبريښنا دوړاندې کولو بيه لوړه شي له بلې خوا هم دصنعتکارانو  استازي دبريښنا شرکت دلارې پرسر دپرتو خنډونو او چلنجونو په منلو سره په هېواد کې دصنعت دودې لپاره ددولت دپراخې همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه .
داصلاحاتو اوښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس  فوق العاده استازي احمدضيا مسعوددصنعتکارانو ملاتړ الزامي وباله او ويې ويل چې په سيمه کې دصنعتکارانو سيالۍ او په هېواد کې دپانګونې دمخنيوي  لپاره دځينو ګاوڼديو هېوادونو هلوځلو ته په پاملرنې  سره دې ډير ژر  دصنعتکارانو ستونزو ته پاملرنه وشي او دهغوى دزياتې پانګونې زمينه برابره شي .
داقتصاد وزير عبدالستار  مراد هم په دې غونډه کې دچابهار بندر ته دخپلو وروستي سفر په مهم بللو سره وويل چې دولت دې په هېواد کې دپانګونې دلازياتې زمينې برابرولو ته  پاملرنه وکړي او دحکومت دجګپوړو مقاماتو له خوا دې په هېواد کې دپانګونې او دصنعت دودې غوڅ ملاتړ وشي .
احمد ضيا مسعود دبريښنا شرکت دمديره هئيت او دصنعتکارانو دټولنې دغړو درپوټونو او تحليلونو  په اوريدوسره په دې غونډه کې دبريښنا شرکت ته لارښوونه وکړه چې  دبريښنا شرکت دمديره هئيت اوشريکانو ترمنځ دې اختصاصي  غونډه جوړه کړي او صنعتکارانو ته دبريښنا دوړاندې کولو دبيې دکمښت اودملاتړ لاره وڅيړي .
دغه راز په دې برخه کې خپل تصميمونه دې دافغانستان دصنعتکارانو له ټولنې سره طرحه کړي او دتصويب لپاره دې دوزيرانو مجلس ته پيشنهاد کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته