سیاست

جمهور رئیس غني د بلجیم د نا استوګن سفیر باورلیک ومانه

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د افغانستان لپاره د بلیجم د نااستوګن سفیر فریډریک ورهایډن باور لیک ومانه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د باورلیک د وړاندې کولو دغه مراسم چې په ارګ کې ترسره شول او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم حضور په کې درلود، د هېواد جمهور رئیس د بلجیم نا استوګن سفیر ته د نوې دندې مبارکۍ ورکړه او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د بلجیم هېواد د همکاریو او مرستو د قدرداني تر څنګ، هغه ته د بریالیتوب هیله وکړه.
ورپسې د بلجیم نوي نا استوګن سفیر په افغانستان کې دخپل ماموریت په پیلولو خوښي وښوده او جمهور رئیس غني ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان او بلجیم ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په خاطر به هڅه وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته