سیاست

ډاکټر زلمي رسول د ترکمنستان د بهرنیو له چارو وزیر سره وکتل

کابل_باختر د غبرګولي دمياشتې ٥:
د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول نن غرمه د ترکمنستان جمهوریت د صدراعظم د مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلى رشید مریدوف سره د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې وکتل او د دواړو ملګریو او وروڼو هیوادونو ترمنځ یې د نیکو او نږدیو اړیکو ترڅنګ، د بیلا بیلو موضوعګانو په برخه کې خبرې اترې وکړې.
د بهرنيوچارو وزارت دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
ډاکټر رسول، د ترکمنستان جمهوریت یې د افغانستان له نږدېو ملګرو او ګاونډیانو څخه و باله او په بیلا بیلو برخو کې یې د افغانستان له خلکو سره د دغه هیواد د مرستو له امله مننه وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل، "د امنیت، سیاسي مسئلو او اقتصادي همکاریو په ګډون په ټولو برخو کې د ګاونډيو او د سیمې له هیوادونو په ځانګړى توګه له ترکمنستان سره سیمه ییزه همکاري، د افغانستان لپاره فوق العاده اهمیت لري".
ښاغلي رشید مریدوف د افغانستان دجمهور رييس او خلکو په باب د ترکمنستان جمهوریت د جمهور رئیس د ښو او ورورګلويزو ولولو یادونه وکړه، له افغانستان سره یې د همکاریو د لازیاتې پياوړتیا او پراختیا په برخه کې د خپل هیواد چمتووالی څرګند کړ.
همداراز، دواړو لورو افغان لوري ته د امنیتي مسوولیتونو انتقال، د سولې په برخه کې د افغان دولت د هلو ځلو او د راتلونکي کال په پسرلي کې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ترسره کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته