کابل، د سلواغې ۲مه، باختر
د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینيت له پلاوي سره وکتل.
د دغه کتنې پرمهال د یاد ولایت مرستیال والي مهاجر فراهي وویل، چې روږدو کسانو د شته ستونزو په برخه کې هڅه کوي، چې د مسلکي کسانو له لارې د دوی د درملنې او ستونزو د هواري په برخه کې اقدام وکړي.
ورته مهال یاد ولایت ته د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینيت د څېړنې او مطالعاتو آمر مولوي محمد وليد حليم وویل چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د وضعيت او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اړوندو څانګو د همغږۍ د کچې د څېړنې په موخه يې هرات ته سفر کړى دى.
حلیم زیاته کړه چې د دغه سفر په ترڅ کې د دوی پلاوي له څه باندې ۴۰۰ روږدو کسانو، ولایتي چارواکو او ځايي خلکو سره مرکې کړي او د څېړنو له پایلو څخه به یې یو علمي راپور چمتو او له مشرتابه سره به یې شریک کړي.
د مسوولینو په وینا په یاد ولایت کې به له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اړوندو څانګو ترمنځ یوه کاري کمېټه جوړه شي.