کابلباختر د سنبلي ٦
دکابل دنوي ښار دپرمختيا د خپلواک بورد او دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت او دستر وزير ترمنځ په ګډو کاري وختونو کې د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو .
د باخترآژانس دخبرله مخي : په پيل کې ستر وزير او د نوي کابل د خپلواک بورد رييس هدايت امين ارسلا د کابل د نوي ښار د پروژې تطبيق د هيوادپه تاريخ کې يو بې سارى حرکت و باله او د سترا تيژيکي هدفونو په پام کې نيولو سره يې په ګډو وظيفوي وختونو کې د مسووليتونو او واکونو يو خيل کول د اغيزمن ښاري پلان د جوړولو، د اوسنيو کليو اوبانډو د پراختيا، د اقتصاد دودي ګټي اخستني اود کا بل په نوي ښار کې د ګټورو خدمتونو د وړا ندې کولو لپاره يوضروري او حتمي کار وباله .
د کليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت سرپرست د يپلوم انجنير عتيق اله خواصي د نوي کابل پروژه د هيواد په اقتصادي وده کې د سترې ملي پرو ژې په توګه ارزښتناکه وبلله او د کابل دنوي ښار تر ماستر پلان لاندې په اوسنيو کليو اوبانډو کې دپرمختيايي پروګرام د همغږۍ اوتطبيق په باب د دغه وزارت ملاتړاعلام کړ.
وروسته د کابل د نوي ښار دپرمختيا دادارې رييس ديپلوم انجنير غلام سخي حسن زاده وويل : د کابل د نوي ښار دپرمختيا يومهم او کليدي پروګرام د کابل د نوي ښار دماستر پلان ترساحو لاندې د٤٤ اوسنيو کليو اوبانډو ساتنه او بيا احيا کول دي .
ده دغه راز زيا ته کړه ، په هغې مالي مرستې سره چې څه د پاسه پنځلسو مليونو ا مريکايي ډالرو ته رسيږي په څه د پاسه ٣٢ کليو او بانډو کې د پرمختيا يي او روزنيزو پروګرامونو د تطبيق کار دجاپان د نړيوالو همکاريو د اداري له خوا په عملي توګه دوام لري .
دنورو کليو دپرمختيا د تمويل او دکليو دپرمختيا د دويم فاز دتطبيق لپاره دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت د کابل دنوي ښار د پرمختيا له اداري سره په همغږۍ کې ضروري پيسې برابري کړي چى د کليو پراختيا دکابل د نوي ښار له جوړولو سره جوخت ترسره شي .
د دغه موافقه ليک له مخي : دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د پروژو دهمغږي کولو په لاره کې ديو ګډ کاري ټيم د فعالولو په مقصد دکابل د نوي ښار دپرمختيا له خپلواک بورد سره همکاري کوي .
موافقه ليک دکليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت له خوا د دغه وزارت سرپرست ديپلوم انجنيرعتيق اله خواصي او دکا بل د نوي ښار دپرمختيا دخپلواک بورد له خوا ديپلوم انجنير غلام سخي حسن زاده لاسليک کړ .
0 2 دقیقې لوستل