امنیت

د ملي اردو دوه تنه پوځيان او يو څارنوال د طالبانو له جيل څخه وتښتيدل

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢  :
د ملي اردو دوه تنه پوځيان او يو څارنوال په فارياب ولايت کې د طالبانو له جيل
څخه وتښتيدل  .
دوى څو مياشتې مخکې په دوو جلاجلا پيښوکې د طالبانوله خوا تښتول شوي وو.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: دغه کسان تېره شپه  له وخت څخه په استفادې سره  د طالبانو له جيل څخه تښتيدلي دي.
د فارياب ولايت د استيناف څاروالى څارنوال عبدالبصير لس مياشتې مخکې د طالبانوله خواتښتول شوى و او د ملي اردو دوه تنه پوځيان د روان هجري لمريز کال په  پيل کې د طالبان په ناڅاپي بريدکې نيول شوي وو.
دغه کسان وايي چې په دې موده کې د طالبانو له خوا ځورول کيدل او وهل کيدل او يرغلګرو تل دوى ته سپکاوى کاوه .
په همدې حال کې د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه تن چارواکي له باختر آژانس سره په اړيکه کې دطالبانوله جيل څخه د ملي اردو د دوو تنو پوځيانو او د يو څارنوال تښتيدل تائيدکړ او ويې ويل چې دوى امنو سيمو ته ليږدول شوي دي  چې کورنيو ته يې وسپارل شي.
د پوليسو دغه مسوول وايي: طالبان د دغو دوو تنو پوځيانو او څارنوال له تيښتې څخه له خبريدو وروسته د هغوى د نيولو لپاره راغلل خو امنيتي ځواکونو پرې نښودل  چې دوى بيا د يرغلګرو له خوا ونيول شي .
دغه کسان وايي، دطالبانو په هغه جيل کې چې دوى پکې بنديان وو؛ په  فارياب ولايت کې د راغورځيدلي هليکوپټر د ١٢تنو پوځي سپرليو په ګډون څه ناڅه   شل تنه نور بنديان دي .
تېرکال د فارياب ولايت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د يوه پوځي هليکوپټر د راغورځيد له امله  د دغه هليکوپټر د پيلوټ په ګډون دولس تنه دطالبانو له خوا ونيول شول.
د طالبانو له جيل څخه دغه تښتيدلي کسان وايي؛ دولت کولاى شي په آسانۍ سره د طالبانو دغه پټنځاى کلابند او اسير شوي پوځيان د يرغلګرو له منګولو څخه وژغوري .
دوى وايي: طالبانون د دوى د سترګو په وړاندې څو تنه پوځيان او ملکي وګړي په ډزو سره شهيدان کړل.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته