کابل/ د مرغومي ١٦ مه/ باختر
په ناور او مالستان کې له دوو غاښو پرته په غزني کې ټولې مواصلاتي لارې د ترافيکو پرمخ پرانيستې دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري باختر آژانس ته وويل چې د غزني ولايت په مربوطاتوکې مواصلاتي لارې د فوايد رياست د هلو ځلو په پايله کې تراوسه د ترافيکو پرمخ پرانيستې دي.
هغه زياته کړه چې د غزني ولايت له ولسواليو څخه د راسېدلو خبرونو پر بنسټ تراوسه په دوو سيموکې د ناور او جغتو ولسواليو ترمنځ د شمس الدين غاښى او د مالستان او جاغوريو ولسواليو ترمنځ د تبرغنک غاښى د واورې د اورښت له امله د ترافيکو پرمخ تړلي دي.
د يادونې وړه ده چې د غزني ولايت په مربوطاتوکې د کابل – قندهار لويه لاره په بشپړه توګه د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده.
پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل