ټولنه

په خوست کې د سړک د جوړولو کار پیل شو

کابل_باختر د ثور د مياشتې ٤ مه
د خوست ښاراو د ګربزو ولسوالۍ ترمنځ نن پرون د ۷ کیلومتره غځيدلي سړک اود یوه لوی پله جوړولو چارې په اساسي ډول پیل شوې.
باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
دغه سړک ۷ کیلومتره اوږد والۍ او۱۳ متره سورلري.چې درې نیم میلونه ډالربه پرې ولګول شي او دیو کال په موده کې به يي کارونه بشپړشي.
د خوست د والي په خبره چې مالي لګښت يي د یوایس ای ډي له خوا ورکول کیږي.
د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل،چې ولایتي اداره ژمنه ده چې دخوست ښار او ولسوالیوترمنځ سرکونو ته پاملرنه وکړي اوپه دې برخه کې اړین ګامونه واخلي.
حبیبي وویل،چې د دغه سرک سره یوځای دخوست ښاراوګربزو ولسوالۍ په غځیدلي لار د ۱۲۰  مترو په اوږدوالي او ۷ متره سورسره یو لوی پل هم جوړشي.
((دغه سړک به له خوست ښارڅخه دګربزوولسوالۍ دشیخه میرکلي پورې په اساسي ډول جوړیږي اوخوست ښاربه دغلام خان له ترانزیټي بندرسره نښلوي.په دې باندې درې نیم میلونه ډالره لګښت راځي. ددغې پروژې په تګلورى کې یومهم پل چې ۱۲۰ متره اوږدوالۍ او۷ متره سورلري.بشپړیږي.))
دخوست د ولایتي شورا ریس عبدالوالي واحدزي د فوايد عامې له وزارت څخه وغوښتل چې په خوست کې هغه یوشمیرسرکونه چې بیا رغونې ته اړتیا لري جدي پاملرنه وکړي.
ده وویل چې د خوست ښاراو ولسوالیوترمنځ غځیدلي سړکونه دیارلس کاله وړاندې جوړشوي چې ډیری برخې يي بیا جوړونې ته اړتیا لري.
په خوست کې د فوايد عامې ریس انجنیرمامورشاه وویل چې دغه سړک به دخوست اوهېواد دپاره ډیراقتصادي تمام شي.
ده له ټولوباروړونکو موټرچلوونکو وغوښتل چې په خپلو موټروکې له خپل ټاکلي وزن څخه زیات بار ونه ليږدوي ترڅود قانون درناوی مو کړی وي.
دى دا مني چې د سړکونو ویجاړتیا لامل په سړکونو د زیات وزن ليږدول دي چې په اړه به یې قانوني ګامونه واخلي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته