سیاست

جمهور رئیس غني د اذربایجان د نااستوګن سفیر باورلیک ومانه

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د افغانستان لپاره د اذربایجان د نااستوګن سفیر حسن سلطان اوغلو زینلوف باورلیک ومانه.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د اذربایجان  د هېواد نااستوګن سفیر د خپل هېواد د رهبرۍ نېکې هیلې جمهور رئیس غني ته وړاندې کړې او د هېواد جمهور رئیس له هغه څخه وغوښتل چې د ده نېکې هیلې هم د اذربایجان جمهور رئیس ته ورسوي.
د اذربایجان نااستوګن سفیر له جمهور رئیس څخه د باورلیک د منلو په خاطر د مننې په ترڅ کې د افغانستان او اذربایجان دوستانه اړیکې یادې کړې وې ویل، د دواړو هېوادونو د مناسباتو د پیاوړتیا او پراخولو لپاره به کوښښ وکړي او په بېلابېلو برخو کې به د زیاتې همکارۍ زمینې ولټوي.
د هېواد جمهور رئیس افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اذربایجان د همکاریو قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په زیاتې پیاوړتیا په ځانګړي ډول په سیمه ییزه اقتصادي همکاریو یې ټینګار وکړ. هغه د اذربایجان نااستوګن سفیر ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې یې نوموړي ته په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.
په دې کتنه کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته