امنیت

دتخار دملي امنيت يوکارکوونکي دماين په چاودنه کې ټپي شو .

کابل باختر  دليندۍ لومړي نيټه :
په تخار ولايت کې دماين په چاودنه کې دملي امنيت يوکارکوونکى سخت ټپي شو . 
دتخار  دوالي وياند سنت الله تيمور باختراژانس ته وويل: دغه پيښه نن سهار په ٩ بجو هغه وخت رامنځته شوه چې دتخار ولايت دملي امنيت يوکارکوونکى دخپل کرولا موټر په سپرلۍ له خپل کور څخه  ددندې په لور روان و دهغه مقناطيسي  ماين دچاودنې له امله چې دده په موټر کې ځاى پرځاى کړى شوي و  سخت ټپي شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل  چې دپيښې  ټپي دملي امنيت  دادارې پخواني ښاري مدير و او اوس هم دتخار ولايت  دملي امنيت دادارې کارکوونکى دى .
خبرځاى زياته کړه دملي امنيت دادارې دغه کارکوونکي دتالقانو ښار مرکزي روغتون ته ليږدول شوى او دسختو ټپونوله امله دده دواړه پښې غوڅې  شوې او دروغتون مسوولينو دده روغتيايي  حالت خراب وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته