امنیت

له يو جومات څخه د جنګى وسايلو ديوې ډيپو کشفول

غز ني باختردوري دويمــــــــه

افغان اود ناتو ځواکو نو نن سهار  د غزني په ولايت کې په يو جومات کې د جنګى وسايلو يوه ډيپو کشف کړه

ويل کيږي چې په دې اقدام سره درې تنه ددغو جنګې وسايلو دسا تنې او له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور نيول شوي دي

په بګرام کې دامريکاد پوځى اډې درسنيودفتر باخترا ژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې دغه کسان نن سهار د جنګى وسايلو له ډيپو سره له افغان ځواکونو سره د ګډو عمليا تو په بهير کې نيول شوي دي

 په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې وسله والو طالبانو دغه جنګى وسايل په يو جو مات کې ځاى پرځاى کړي و

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته