سیاست

په قندهار کې د تروریستي برید په اړه د اجرائيه ریاست دلومړي مرستيال انجينیر محمد خان پېغام

کابل باختر دليندى  اووه ويشتمه :
ترهګرو یو ځل بیا د هېواد په سويل قندهار ولایت کې په بې دفاع او ملکي ښځینه مامورینوبرید کړی او له موټر چلوونکي سره يې شهیدان کړي دي.
دا بریدونه په ښکاره توګه د ترهګرو د کمزورۍ نښه ده او دا په ډاګه کوي چې تروریستي ډلې هیڅ ډول ارزښتونو ته پاملرنه نه کوي او په ټول توان هڅه کوي تر څو په ټولنه کې وېره خپره کړي، د ملکي وګړو او ښځو په وژنې لاس پورې کوي.
په دې ډول بریدونه سره به ترهګر لا تجريد شي او هغه کرکه به لا غښتلې شي چې خلکو لا وړاندې د دغو ترهګرو ډلو پر مقابل کې درلودله او ډېر ژر به د دوی د دړې وړې کیدو سبب وګرځي.
امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کوم چې د دغې پېښې قاتلین تعقیب او د قانون منګولو ته وسپاري.
په دې پېښه کې ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنیو او خپلوانو ته يې د جميل صبر غواړم او دعاکوم چې الله تعالی جل جلا له د نور زموږ ځوریدلي ولس له دا ډول زړه بوږنوونکوپېښوڅخه په امان کې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته