نړۍ

دسوريې دوستا نو په بشار الاسد دفشار د زيا توالى لارې وڅيړلې

انقره بي بي سي باختر د وري ١٤

دسوريې ددوستانو تر عنوان لا ندې دغونډې برخه والو د ترکيې په استانبول ښار کې موافقه و کړه چې دسوريې دخلکو اودغه راز دسوريې دګاونډيا نو چې دسوريې د مها جرينو منلو ته چمتو دى دبشر دوستا نه اړتيا و د تا مينولو زيات ملا تړ و کړي

دتر کيې دبهرنيو چارو وزير احمد داوود اوغلو په دې غونډه کې د سوريې د حکومتي ځواکونو د بريدونو په وړا ندى دځان ددفاع لپاره ددغه هيواد دخلکو پرحق هم ټينګار شوى دى.

 درارسيدلو خبرونو له مخې، په سوريه کې د سياسي بدلون ملا تړ ګوونکى هيوادونو ددغه هيواد ملى شورا چې دسوريې له اصلى مخالفو ډلو څخه دي دسوريې دټولو خلکو د مشروعى شورا په تو ګه په رسميت پيژندلى دى .

 د ترکيې صدراعظم رجب طيب اردوغان د هغه کنفرانس په پيل کې چې پرون جوړ شو وويل چې دسوريې د خلکو او غوښتنې دى ډيرژر تر سره شي او نړيواله ټولنه په دې باب  بي پروايي کړې ده .

د نړى دڅه د پاسه اويا هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو په استانبول کې دسوريې ددوستا نو په دويمه غونډه کې ګډون کړي و

دملګرو ملتوسازمان د عربو د اتحاديې ګډ هيئت دسو لى دپيشنهادى طرحى داجرا کولو لپاره دبشار الاسد په دولت د زور د زيا توالى دلارو چارو څيړنه ددغې غونډې اصلى هدف اعلام شوى دى .

داويا هيوادونو استازو په داسې شرايطو کې په سوريه کې د تاو تريخو الى دپاى ته رسو لو لارې چارې وڅيړلى چې د بشار الاسد ددولت ملا تړو له دې جملې څخه رو سيې ، چين او ايران په دى غونډه کې استازى نه درلودل دسوريې دولت هم د استانبول غونډه دسوريې ددښمنا نو غونډه بللې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته