امنیت

په پکتيا کې د ډار اچوونکو دسر دروند زيان

کابل باختر د وري  يو ويشتمه :
شپاړلس تنه ډار اچوونکي په پکتيا ولايت کې دځانګړو پوځي عملياتو په بهير کې  ووژل شول اويوشمير  نور يې ټپيان شول .
دغه عمليات له پرون څخه ددغه ولايت په ځينو سيمو کې د ډار اچوونکوپه سنګرونو پيل شول او تراوسه پورې دوام لري .
دپکتيا ولايت يو پوځي قوماندان باختراژانس ته وويل چې تراوسه پورې په دغو عملياتو کې ١٦ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او يوشمير نور يې ټپيان شوي دي
درارسيدلو خبرونو له مخې: جګړه له پرون ناوخته  څخه تراوسه پورې زياته شوې ده . دغه پوځي  قوماندان  وايي چې پوځيان بريالي شوي دي  چې څوکلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي
په همدې حال کې ويل کيږي چې پوځيانو تراوسه پورې دوسله والو طالبانو په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه کړي دي .
پوځي مقامات وايي چې دغه عمليات به د ډار اچوونکو له شتون څخه دپکتيا ولايت تر بشپړ پاکولو او ددغه ولايت خلکو ته دامنيت اوثبات تر راستنولو پورې دوام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته