کابل باختر د زمري دويمه :
هغه سړى چې په هلمند ولايت کې د تروريستي بريدونو ډير ستر طراح بلل کيده؛ له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو .
ملا زنداني پرون له دوو تنو افرادو سره يې په دغه جنوبي ولايت کې دپوليسو په کمين کې ووژل شو .
د هلمند ولايت رسانه يي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره دامنيتي ځواکونو په کمين کې د ملا زنداني وژل کيدل تاييد کړل .
په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې ملا زنداني په څو وروستيو کلونوکې په هلمند ولايت کې د زياترو تروريستي بريدونو د پلان جوړولو مسووليت په غاړه درلود .
ده چې په هلمندکې د طالبانو د ډلې جګپوړي غړى بلل کيده؛ په دغه ولايت کې يې دلسګونو خونړيو تروريستي پيښو پلانونه جوړ کړي و .
0 1 دقیقه لوستل