٤٢-کابل باختر د مرغومي څليرويشتمه :
سل کيلوګرامه شنه زيره نن دکرنې او اوبو لګولو وزارت د بڼوالى اومالدارى دملي پروګرام له لارې دفراه په بڼوالو وويشل شوه .
دفراه ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس منان متين دباختراژانس خبريال ته وويل چې سل کيلوګرامه شنه زيره ددغې ادارې له خوا ددغه ولايت دمرکز او دشيب کوه ولسوالۍ په لسو تنو بزګرانو وويشل شوه .
ده څرګنده کړه چې شنه زيره دافغانستان دکرنې له مهمو محصولاتو څخه دى چې په عمده توګه دهېواد په لويديځو سيمو کې په خپل سر شنه کېږي .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ