غزنی د تلې ۱۷ باختر
په غزني کې پرون درې سوه کورنیو ته نغدې پیسې وویشلې شوې .
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د باختر اژانس خبریال ته وویل چې ددغه ولایت د مهاجرینو او راستنولو چارو ریاست درې سوه کورنیو ته چې د غزني مرکز ته د طبیعي پېښو او ناامنیو له امله بی ځایه شوې دي نغدې پیسې وویشلې .
د غزني د والي مرستیال محمد امین مبلغ ددغو پېسو د ویشلو په وخت کې وویل چې مخکې په دغه ولایت کې زر کورنۍ سروې شوې وې چې له دې جملې څخه درې سوه یی د مرستې اړ وپېژندل شوې او هرې کورنۍ ته دولس زره نغدې پېسې ورکړل شوې .سعیده
1 د یوې دقیقې څخه لږ