ټولنه

ګران پلورونکو ته د جلال آباد ښاروالۍ خبردارى

 کابل / د غويي ٧ مه / باختر
د ننګرهار په  بازارونو کې د خوراکي توکو د بيو له لوړېدو وروسته د جلال آباد ښاروالۍ نرخنامه ټاکلې ده.
د ښاروالۍ مسوولينو د ننګرهار په بازارونوکې پلورونکو ته خبردارى ورکړى دى:  که چېرې پر ګران پلورنې لاس پورې کړي؛ له قانوني چلند سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې درې مياشتې مخکې هم دجلال آباد ښاروالۍ په بازارونوکې  د ګران پلورنې د مخنيوي په خاطر نرخنامه ټاکلې وه چې عملي نه شوه. اوس د کرونا ويروس په خپرېدو او په کور کې د زياتو خلکو په پاتې کيدو سره او دغه راز د لومړنيو توکو د زېرمه کولو لپاره د خلکو اقدام هم په بازارونو کې د لومړنيو توکو بيې لوړې کړې دي.
خلک وايي چې حکومت بايد د ګران پلورنې مخه ونيسي.
د جلال آباد ښاروالۍ يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې د څېړنې او کنټرول ١٥ ډلې ګومارلې شوې دي چې بازارونه کنټرول کړي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته