ورزش

دميوند اتلان دفوټبال ټيم دموج هاي آمو ته ماتې ورکړه .

کابل باختر د تلي دريمه :
دروشن افغانستان دفوټبال  دغوره ليګ سياليو  دنيمه وروستي پړاو دتګ په دويمه لوبه کې دميوند اتلانو دفوټبال ټيم  دموج هاي آمو دفوټبال ټيم ته ماتې ورکړ .
  دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال  عبدالبصير قيومي نن باختراژانس ته وويل: دروشن افغانستان دفوټبال دغوره ليګ سياليو  دنيمه وروستۍ  پړاو دتګ په لوبه کې پرون مازيګر دميوند اتلانو او دموج هاي آمو دټيمونو ترمنځ لوبه وشوه چې لوبه ددوو په وړاندې په دريو سره دميوند اتلانو دټيم په ګټه پاى ته ورسيده .
ديادونې وړ ده چې دروشن افغانستان دفوټبال  دغوره ليک سياليو دنيمه وروستۍ  پړاو دستنيدو لوبه دسيمرغ  البرز او دشاهين اسمايي   دټيمونو ترمنځ ديکشنبې  په ورځ کيږي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته