ټولنه

حامدکرزي دمحمدعلي کلي دمړينې له امله دډاډګرنې مراتب څرګندکړل

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
د افغانستان پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی چې د نړۍ د سوک وهنې دپخواني اتل محمد علي کلې د جنازې په مراسمو کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون په موخه د امریکا متحده ایالاتو ته سفر کړی، د محمد علی کلې له لور مریم علی سره وکتل او هغې ته یې د خپلې ژورې خواشینۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل.
حامد کرزي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
حامد کرزي همداراز د دغو مراسمو په پای کې د متحده ایالاتو له پخواني جمهور رئيس بیل کلنتن، لوی فراخوان دان کینګ او ځینو نورو چارواکو سره وکتل او د امریکا له پخواني جمهور رئيس جورج دبلیو بوش سره د تیلفون په کرښه خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته