کابل باختر د سلواغې دويمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولاېت کې دهېواد دهوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه په ميوند ولسوالۍ کې چيرته چې دډار اچوونکو پرخلاف دعملياتو ډګر دى ، بريد وشو .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوجګپوړى قوماندان باختراژانس ته وويل چې دهېواد دهوايي ځواکونو په دې بريد کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل دغه وسله وال طالبان دنويو ډاراچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و چې پرې بريد وشو .
په دې بريد کې دوسله والو طالبانو پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوى دى .
ختم- ج _ اکرم