ټولنه

په ننګرهارکې له يتيمو زده کوونکو سره د قرطاسيې مرسته وشوه

جلال اباد باختر د لړم د میاشتې ۱۷ مه
د ننګرهار ولایت د کار او ټولنيزو چارو رياست له لوري د دغه ریاست د مرکزي روزنتون له دوه سوه يتيمو زده کوونکو سره د قرطاسيې مرسته وشوه.
د کار او ټولنيزو چارو رېيس عبدالحکيم شيرزاد د باختر اژانس سيمه ییز خبريال ته وویل چې په دغه روزنتون کې زده کوونکي په ځانګړې روحیې سره روزل کېږي.
شيرزاد وويل: په دغه ولایت کې د مرکزي روزنتون په ګډون څلور روزنتونونه شتون لري چې شاوخوا دوه زره اووه سوه يتيم زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.
هغه په سوداګرو او شتمنو خلکو هم غږ وکړ چې په بېلا بېلو برخوکې د يتيمو زده کوونکو لاسنيوی وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته