امنیت

په فارياب کې دوګړني پاڅون يو قوماندان شهيد کړى شو .

کابل باختر د زمري شپږمه : وسله والو طالبانو نن له غرمې مخکې په فارياب ولايت کې دوګړني پاڅون يو قوماندان شهيد کړ . د فارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دوګړني پاڅون قوماندان اصف ايل بيګي له هغه وروسته شهيد کړ چې له ميمنې ښار څخه دخواجه سبز پوش ولسوالۍ دمرکز په لور روان و ، چې دلارې په اوږدو کې يې هغه له موټر څخه ښکته کړ او په ډزو سره يې وواژه . ده زياته کړه چې وسله والو طالبانو دهغه دوه تنه ملګري له ځان سره بيولي دي . اصف ايل بيګي دفارياب ولايت دخواجه سبز پوش په ولسوالۍ کې دوګړني پاځون دقوماندان په توګه فعاليت کاوه . ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته