کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٩
يوه پيغلوټې له کور څخه د تيښتې په تور پرون په سرپل ولايت کې د خپل ورور
له خوا ووژل شوه.
د سرپل ولايت امنيه قوماندان جنرال حبيب الله ګلبهاري باختر آژانس ته وويل :
دغه څوارلس کلنه نجلۍ دسرپل ښار دقشقرى په کلي کې دخپل ورور له خوا دتومانچې په ډزو سره ووژل شوه.
خبرځاى زياته کړه قاتل له سيمې څخه تښتيدلى او پوليس د هغه نيولو په لټه کې دي .
دسرپل ولايت د ښحو د چارو رييسه نسيمه آرزو وايي دښحو پرخلاف تاوتريخوالۍ په تيره بيا دهغوي د کورنيو له خوا زيات شوي دي او د دغه شان زړه بوږنونکو پيښو اصلي انګيزه دښحو په حقوقو زياترو کورنيو بې خبري ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ