کابل / د کب ۲۶ مه / باختر
د ننګرهارپه مرکزجلال آباد ښارکې پرون اورلګېدنه رامنځته شوه.
دغه اور د جلال آباد ښار په دویمه ناحیه کې د اتحاد سوداګریز مرکزته څېرمه د محمد عمران د برېښنايي وسایلو په پلورنځي کې لګېدلی دی.
دغه اورلګېدنه چې د برېښنا شارتي له امله رامنځته شوې ده د سرزیان نه لري.
د را رسیدلوخبرونوله مخې، د اور وژنې ډلې له درې ساعتوهلوځلووروسته وکولای شول اوړ مړ کړي او د اتحاد سوداګریزمرکزاو نورو پلورنځیوته د خپرېدومخه ونیوله.
د محمد عمرد برېښنايي وسایلود پلورنځي خاوند باخترآژانس ته وویل چې زیاتره وسایل یې ژغورل شوي دي خو په لسګونوزره افغانۍ زیانمن شوې دي.
د ننګرهار د اوروژنې مسوول حاجي رشید وویل چې کارکوونکي یې په وخت سره اور مړ کړ او نورو ځایونوته د خپرېدومخه ونیوله.
دا په جلال آباد ښارکې په تېراوونۍ کې دویمه اورلګېدنه ده.
لومړنۍ اورلګېدنه هم د سرزیان نه درلود خو د پلورنځي خاوند ته سلګونه زره افغانۍ زیان ورساوه.
ع