ټولنه

زابل کې ۲۵ تنه ځوانانو ته د تهيه او تدارکاتو په برخه کې زده کړه ورکړ شوه

قلات باختر د وږي د میاشتې ۴ مه
د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په هڅو او د سوابک موسسې په همکارۍ ۲۵ تنو ځوانانو ته د تهيه او تدارکاتو په برخه کې جوړ شوی څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رېيس محبوب محبت باختر اژانس ته وویل:دوی هڅه کوي چې د زابلي ځوانانو لپاره په هره برخه کې ورته ورکشاپونه جوړ کړي.
محبت زياته کړه چې د کارونو په لومړيتوبونو کې يې ځوانانو ته د مسلکي او تخنيکي زده کړو د زمينې برابرول دي.
د له همکارو موسسو څخه غوښتنه وکړه چې له دوی سره په هغمږۍ ځوانانو ته په هره برخه کې ورته ورکشاپونه جوړ کړي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته