امنیت

تروريستانو بيا هم په مقدسه اماکنو بريدونه وکړل

کابل باختر دتلې دمياشتې٢٩  نيټه  :
په کابل  او غور کې په دوو  جوماتونو  پرونيو ځانمرګوبريدونو يوځل بيا  زموږ دخلکو غوسه راپارولې ده   چې په دغو پيښو کې زموږ کابو شپيته تنه  هېوادوال  شهيدان شول.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛  يوه ځانمرګي بريدګر تيرماښام  ځان د کابل ښار  ددشت برچي   دپل خشک دساحې  دامام  زمان په جومات کې دلمونځ کوونکو ترمنځ و چاوه  .
د کورنيو چارو وزارت مقاماتو په دې پيښه کې د نهه ديرشو تنو لمونځ کوونکو شهادت تائيد کړ او نهه څلويښت تنه نور ټپيان شول چې ديوشمير ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
له دې پيښې څخه دوه ساعته مخکې دغور ولايت  په دوه لينه ولسوالۍ کې دخواجه ګانو  جامع جومات ديو ورته بريد  ډګر و ،. په دې پيښه کې شل تنه شهيدان او لس تنه نور  ټپيان شول.
ددغې پيښې  په قربانيانو کې دوګړني پاڅون يو قوماندان فضل احد شامل دى.
دغه پيښې  د حکومتي مقاماتو او دخلکو له غبرګونونوسره  مخامخې شوې دي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررئيس محمداشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله دغه پيښې په  کلکه وغندلې او دکورنيو چارو وزارت ددغو جنايتونو دعاملانو په پيژندنې او مجازاتو ټينګار کړى دى.
دغه راز  دسيمې يوشمير اوسيدونکو دپيښې په ځاى  کې غونډه وکړه او ټينګار يې وکړ چې دغه شان پيښې نه شي کولاى  په هېواد کې ملي وحدت زيانمن کړي اويا هم په هېواد کې مذهبي تقابل رامنځته کړي.
دوى دغه راز  دمذهبي   اومقدسه اماکنو  دامنيت په تامينولو کې امنيتي او کشفي ځواکونه ناکام وبلل او ټينګار يې وکړ چې بايد  امنيتي او کشفي ځواکونه  خپلو وقايوي پروګرامونو ته پراختيا ورکړي.
دداعش دخراسان څانګې دامام زمان  جومات په پيښه کې دمسووليت ادعا کړې ده  . دا په داسې حال کې ده چې امنيتي سرچينې وايي چې داعش په افغانستان کې فعاليت نلري  بلکې  دطالبانو ديوې برخې  جلاکول او دداعش په نامه دهغې  نومول دپاکستان  داستخباراتو کار دى.
په داسې حال کې  چې په عمل اوپروګرام کې ددوى ترمنځ هيڅ توپير شتون نلري.
په دې وروستيو وختو کې  دوسله والو طالبانو دډلې مشر ملاهيبت الله  دهلمند ولايت ته دسفر په وخت کې  چې دپاکستان داستخباراتو دکرنيلانو په ملګرتيا ترسره شو ، له خپلو قوماندانانو څخه وغوښتل چې له داعش سره دې همکاري ولري  دغه راز داعش اوطالبانو دسرپل ولايت  دصياد ولسوالۍ په ميرزااولنګ دره کې   له يوبل سره په همغږۍ کې عمل وکړ او په يو مخيزې  وژنې يې لاس پورې کړ.
پاى ف  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته