ټولنه

په تخار کې یو کانکرېټي واټ جوړ شو

کابل / د غویي ۸ مه / باختر
په تخار کې د ۲ کیلومترو په اوږدوالي د یو واټ د کانکرېټ کولو کار بشپړ شو او پرون پرانیستل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې، دغه واټ د څه دپاسه ۴ میلیونو افغانیو په لګښت د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د تالقانو ښار په هزاره های زرګري او نو آباد زرګري کلیو کې کانکرېټ شوی دی.
د دغه واټ په جوړېدو سره د یادو کلیو سلګونو کورنیو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې برابرې شوې دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته