۱۰۰ ورځې

د جمهوري رياست نوماندقطب الدين هلال: انتخابات له تقلب او سرغړنوسره يوځاى و

کابل باختر  دوري  اتلسمه :
دجمهوري رياست يو نوماندقطب الدين هلال د انتخاباتو په ورځ د تقلب او سرغړونو خبره کوي او ادعا کوي: په هغو انتخاباتي حوزوکې چې نفوذ درلود؛ د رايې ورکولو پاڼې کمې وې.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: قطب الدين هلال چې نن يې د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالارکې خبرې کولې؛ څرګنده کړه: د جمهوري رياست او د ولايتي شورګانو د انتخاباتو د ترسره کولو په بهيرکې پراخې سرغړونې او تقلب شوي دي او د ده يو زيات شمېر پلويانو د رايې ورکولو د پاڼو د کمښت له امله ونه کړاى شول خپله رايه وکاروي .
ده وويل: يو شمېر څيرې چې تر يو چتر لاندې ټول شوې دي؛ هلې ځلې کوي چې د افغانستان په خلکوحکومت وکړي. دغه کړۍ د مجاهدينو دګوښه کولو په لټه کې دي.
هلال يادونه وکړه چې د تخار په کوکچې ولسوالۍ کې د ده رايې د رايو دپاڼو دکمښت له امله له منځه تللې دي.د قندهار په بولدک کې د ده څارونکي دنامعلومو دليلونو له امله بندي پاتې شول چې د رايې ورکولو په پاى ته رسيدو سره آزاد شول.
د نورستان په ولايت کې والي ټول صندوقونه دخپل کار دفتر ته ليږدولي دي چې کيداى شي د انتخاباتوله قوانينو څخه په ښکاره سرغړونه وي.
دجمهوري رياست دغه نوماند وويل چې د وري دمياشتې دشپاړلسمې نيټې په انتخاباتوکې پراخې سرغړونې او تقلب ترسره شوي دي.
هلال وويل: د قانوني مراجعوله لارې هلې ځلې کوي هغه حق تلفي چې د ده په نسبت شوې ده؛ وڅيړل شي.
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولين د قطب الدين هلال له خوا د طرحه شويو ادعاګانو په باب څه نه دي ويلي، خو د انتخاباتي شکايتونو د اوريدو دکميسيون مسوولينو اعلام کړى دى: هر شکايت چې د انتخاباتو د بهير په باب وي؛ ددغه کميسيون له خوا ثبت او څيړل کيږي.
دشکايتونو د ثبت موده د نن شپې تر دولسو بجو پورې ټاکل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته